اسرائیل د روان میلادي کال د پيل راهیسې په بیت المقدس کې ۶۲ ودانۍ نړولي دي.
اسرائیل په بیت المقدس کې د فلسطیني وګړو کورونو ورانولو ته دوام ورکوي
د فلسطین د حکومت د بیت المقدس د چارو وزیر فادي الهضمي وویل چې اسرائیل د روان میلادي کال د پيل راهیسې په بیت المقدس کې ۶۲ ودانۍ نړېولي دي.
د فلسطین رسمي خبري اژانس ویلي دي چې الهضمي د خپل کار په دفتر کې د اردن د سفیر سره لیدنه وکړه.
د بیت المقدس د چارو وزیر فادي الهضمي د اردن د سفیر سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د بیت المقدس د شیخ جراح په سیمه کې اوس هم فلسطیني کورنۍ په زور سره د خپلو کورونو د ویستو د ګواښ سره مخامخ دي. د الهوا په سیمه کې ۸۶ فلسطیني کورنۍ د خپلو کورونو نه په زور سره د ویستو د ګواښ سره مخامخ دي.
د بیت القمدس د سیلوان د سیمې د بوستان په سیمه کې نږدې ۱۰۰ فلسطیني کورونه د چپه کولو د ګواښ سره مخامخ دي.
هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په بیت المقدس کې د فلسطیني وګړو د کورونو د نړولو ګواښ تر هر وخت ډیر شوی ، د فلسطیني کورنیو د کورونو نه د په زور ویستو پلانونه، د بې ګناه انسانانو نیول او زنداني کولو اقدامات تر هر وخت ډیر شوي دي. اسرائیل د روان کال د پيل راهیسې په بیت المقدس کې د فلسطیني وګړو اړوند ۶۲ کورونه نړولي دي.
هغه زیاته کړه چې په مسجد الاقصی باندې د اسرائیلو چاپې، د مسجدالاقصی نه د لمونځ کوونکو او کارکوونکو په زور سره ویستل، د مسجدالاقصی لاندې د کیندونو، د بیارغونې د چارو مخنیوی په څیر یو زیات شمیر ګواښونه دوام لري.
د اردن سفیر وویل چې هیواد به يي د سپیڅلي ښار بیت المقدس د هویت، د مسلمانانو او مسیحیانو اړوند د سپڅلو مکانونو نه دفاع کولو ته دوام ورکړي. همداشان اردن د اسرائیل لخوا د ښار د اصلي هویت د بدلولو په خاطر هر ډول فعالیتونه او هڅې په کلکه توګه ردوي.
د ویلو ده چې اسرائیل حکومت د اوږدې مودې راهیسې د بیت المقدس د شیخ جراح او بطن الهوا د سیمو نه فلسطیني کورنیو په زور سره د ویستو او په سیمه کې د یهودي وګړو د ځای په ځای کولو پلانونه عملي کوي.