په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي‌ بریدونه شوي

په سوریه کې د امریکا متحده ایالتونو په پوځي‌ هډې توغندیز برید شوی دی.

1666359
په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي‌ بریدونه شوي

 

د اناتولیا خبري‌ اژانس د خايي سرچینو له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د سوریې د دیروزور په ښار کې د امریکا تر کنټرول لاندې د عمر په نامه د تیلو د چانځایونو او تولید په سیمه کې پر پوځي‌ هډې توغندیز برید شوی دی.

ویل کیږي  پدې سیمه کې د امریکا پر پوځي‌ هډې د ګراډ توغندي سره برید شوی دی.

د بله پلوه ځینو سرچینو او عیني‌ شاهدانو ویلي دي چې په سوریه کې د معادین په ولسوالۍ کې د ایراني‌ پلوه ډلو او ملیشو لخوا  پنځه توغندي‌ توغول شوی دی بعضې د امریکا تر کنټرول لاندې د هډو ترڅنګ لګیدلي‌ دي.

همداشان د اسد رژیم هم په دیروزور کې د  امریکا پر هډې توغندیز بریدونه شوي‌ دي



اړوند خبرونه