په اسرائیل کې د نتنیاهو د واکمنۍ دوره رسمآ پایته ورسیده.
په اسرائیل کې نوي ائتلافي حکومت د پارلمان نه د باور رای واخیسته
د اسرائیل پارلمان د نتنیاهو پر خلاف جوړ شوي ائتلافي حکومت ته د باور رای په ورکولو سره د نتنیاهو ۱۲ کلنه واکمني رسمآ پایته ورسیده.
د اسرائيل په پارلمان کې نوي ائتلافي حکومت د باور اخیستو نه مخکې د ائتلافي حکومت جوړونکو ګوندونو مشرانو پارلمان ته ویناوې واورولې .
لومړی د یامینا د ګوند مشر نفتالي بینت وینا وکړه.
د نفتالي د وینا پر مهال د نتنیاهو پلوي وکیلانو د هغه پر خلاف غبرګون وښود او د هغه وینا د پرې کولو هڅه يي کوله.
همداشان نوموړي وکیلان د پارلمان د امنیتي کسانو لخوا د سالون نه بهر وویستل شول.
همداشان وروسته په اسرائیل کې راتلوونکی شتون لري د ګوند مشر لاپید د نتنیاهو د پلوي وکیلانو پر خلاف د سخت په غبرګون کې وینا ونکړه.
د ویلو ده چې د اسرائیل په پارلمان کې نوي ائتلافي حکومت د ۱۲۰ وکیلانو نه د ۶۰ تنو د رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.
پدې ډول د نتنیاهو ۱۲ کلنه دوره رسمآ پایته ورسیده.
نوي ائتلافي حکومت د باور د رای اخیستو نه وروسته نتنیاهو په پارلمان کې د حکومت لپاره د ځانګړو شوو څوکیو نه ولاړ شو او د مخالفینو لپاره ځانګړې شوو څوکیو باندې کیناست.
وروسته د اسرائیل نوي لومړي وزیر نفتالي بینیت او وروسته د هغه د کابینې وزیرانو یو یو لوړه وکړه.
د ویلو ده چې د اسرائیل د نوي ائتلافي حکومت د شریکانو ترمنځه د لاسلیک شوي تړون له مخې لومړی دوه کاله به د یامینا د ګوند مشر نفتالي بینیت لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړي.
وروسته به بیا په اسرائیل کې راتلوونکی شتون لري د ګوند مشر لاپيد د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړي.