د سوریې د عفرین په ښار کې په روغتون د برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سوریه کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان  څانګي‌ وای پي‌ جي په عفرین ښار کې په یو روغتون خونړی برید وکړ.

1656898
د سوریې د عفرین په ښار کې په روغتون د برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د عفرین د سیمه ایزو مقاماتو په وینا پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند  د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا برید په یو خصوصي‌ روغتون ترسره شوی دی.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان  وای پي‌ جي‌ د شفاء په نامه په یو خصوصي روغتون خونړی برید کړی چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دفاع وزارت ویلي دي‌ چې ددې برید نه سمدلاسه وروسته  د ترهګرو هدفونه تثبت او سمدلاسه پری ځوابي‌ بریدونه وشول.

دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې پر معصومو او بې ګناه ملکي‌ وګړو د دې خونړي‌ برید په اړه سمدلاسه روسیې ته هم خبر ورکړ شوی دی . روسیې ته ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې دا ترهګر به پر ملکي‌‌ او بې ګناه انسانانو ددې بریدونو حساب خامخا ورکوي.

همداشان ترکیې دا بریدونه په ډیره کلکه توګه وغندل. د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د خپل ټویټر حساب له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي چې په عفرین کې پر ملکي‌ وګړو برید کوونکي‌ ترهګر معلوم دي. مونږ پر ملکي‌ او بې ګناه معصومو وګړو دا بریدونه په ډیره کلکه توګه غندو او پر برید کوونکو لعنت وایو. همداشان ددې پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت، د عدالت او پراختیا ګوند ویاند او د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن دا برید په ډیره کلکه توګه غندلی دی.



اړوند خبرونه