حوثي‌ یاغیانو د یمن د مارب په ښار خونړي‌ بریدونه کړي

حوثي‌ یاغیانو په مارب ښار د بالستیک توغندیو او انتحاري‌ ډرون الوتکو سره بریدونه کړي

1656018
حوثي‌ یاغیانو د یمن د مارب په ښار خونړي‌ بریدونه کړي

په یمن کې د حوثي‌ یاغیانو لخوا په مارب ښار د بالستیک توغندیو او انتحاري‌ ډرون الوتکو سره د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

حوثي‌ یاغیانو چې د ایران قوي‌ ملاتړ تر شا لري‌ په مارب ښار بریدونه وکړل.

د مارب ښار د ولایت د رسنیو دفتر ویلي‌ دي‌ چې دا بریدونه د دوو بالستیک توغندیو او ۲ ډرون الوتکو په واسطه شوي‌ دي.

د د توغندیو  نه یو د لمانځه پر مهال په یو جومات لګیدلی دی.

په برید کې لږ تر لږه ۸ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه  ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې حوثي‌ یاغیانو د جون په پنځمه نیټه هم پر مارب ښار بریدونه کړي‌ وو.

پدې بریدونو کې ۲ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي‌ وو.



اړوند خبرونه