په عراق کې د امریکايي ځواکونو په دوو پوځي هډو جلا جلا راکټي بریدونه شوي دي.
په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه شوي
د عراق د صلاح الدین په ښار کې د بلد پر پوځي هډې او په پلازمینه بغداد کې د ویکټوریا پر پوځي هډې راکټي بریدونه شوي دي.
د عراق امنیتي سرچینو ویلي دي چې په پلازمینه بغداد کې د هوايي ډګر ترڅنګ د ویکټوریا پر پوځي هډې برید د درې ډرون الوتکو سره شوی دی.
د عراق امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړی په صلاح الدین ښار کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بلد په نامه پر پوځي هډې درې راکټي بریدونه وشو.
سرچینې ویلي دي چې پدې برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
ددینه وروسته په پلازمینه بغداد کې د هوايي ډګر ترڅنګ د ویکټوریا پر پوځي هډې د بریدونو نه خبر ورکړ شو.
عراقي سرچینو ویلي دي چې پر ویکټوریا هډې د برید پر مهال د یادې شوې هډې د خطر زنګونه په غږیدو شو او دافع هوا سیستم فعاله شو.
د ویلو ده چې دا هډه په بغداد کې د امریکا سفارت ته هم نږدې ده .
یو عراقي چارواکي ویلي دي چې په ویکټوریا پوځي هډې د کاتیوشا راکټونو برید شوی دی. هغه ویلي دي چې پدې هډې درې د کاتیوشا راکټونه لګیدلي دي.
د ویلو ده چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو پر پوځي هډو پدې وروستیو کې راکټي او توغندیزونو بریدونو کچه لوړه شوې ده .
د امریکا د مرکزي قوتونو قومندانۍ هم ددې بریدونو پخلی کړی دی.
دا بریدونه تیره شپه شوي دي.