په کعبې شریف کې د کعبې پر امام د چړې برید شوی
د کعبې د امامانو پر شیخ بندر بلیله د چړې د برید هڅه شوې
1643528
په سعودي عربستان کې د کعبې شریف د امامانو نه په شیخ بندر بلیله باندې د چړې برید وشو.
په سعودي عربستان کې په کعبې شریف کې د جمعې د لمانځه نه مخکې د جمعې د خطبې پر مهال د کعبې شریف پر امام د چړې برید وشو.
ویل کیږي یو تن برید کوونکي د کعبې د امامانو د په شیخ بندر بلیله باندې د جمعې د خطبې پر مهال د چړې سره د برید هڅه وکړه.
برید کوونکی د کعبې شریف د محافظینو لخوا سمدلاسه ونیول شو.
د حرمین د چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن جمعه په کعبې شریف کې د کعبې د امامانو نه پر شیخ بندر بلیله باندې د یو تن برید کوونکي لخوا د جمعې د خطبې پر مهال د برید هڅه وشوه. برید کوونکی د کعبې شریف د محافظینو لخوا ونیول شو.
په برید کې د کعبې امام شیخ بندر ته له نیکه مرغه چې هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.
همداشان د برید کوونکي هویت هم ندی اعلان شوی.