اسرائیل په فلسطین کې عام وژنو ته دوام ورکوي
اسرائیل یواځې تیره شپه پر فلسطین ۶۵ هوايي بریدونه کړي
اسرائیل پر غزې هوايي او د توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي. اسرائیلي ځواکونو د غزې په مختلفو سیمو کې په ملکي بڼسټونو، کرنیزو مځکو او امنیتي نقطو هوايي بریدونه وکړل.
اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې تراړې په سویل کې د خان یونس په ښار کې په بعضو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
اسرائیل پوځ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې تیره شپه د محاصرې لاندې په غزې ۶۵ هوايي بریدونه کړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا بریدونه د جبلیه، الزیتون او الریمال په سیمو کې د حماس اړوند په هدفونو کړي دي. بریدونه د حماس ډلې د چارواکیو په کورونو شوي دي.
همداشان د اسرائیل پوځ په یو بل بیان کې بیا ویلي دي چې تیره شپه د غزې نه پر اسرائیل ۹۰ راکټي بریدونه شوي دي. د راکټونو نه ځیني د غزې په تراړه کې او ځیني د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې شنډ شوي دي.
همداشان اسرائیل د فلسطین اړوند د یوې ډرون الوتکې د راغورځولو نه هم خبر ورکړی دی. فلسطین ویلي دي چې دا ډرون الوتکه يي تعقیبوله چې د اسرائیل هوايي حریم ته د نږدې کیدو سره سم راوغورځوله.
د ویلو ده چې د اسرائیل لخوا د مې د میاشتې د لسمې نیټې نه راپدیخوا پر فلسطین د روانو بریدونو په نتیجه کې د ۶۱ تنو ماشومانو او ۳۶ تنو ښځو په ګډون ۲۱۲ تنه فلسطینیان په شهادت رسیدلي او د ۱۴۰۰ تنو ډیر نور ټپیان شوي دي.