په اسرائیل کې د عرب او یهودي‌ اسرائیلي‌ وګړو ترمنځه نښتو په اسرائیل کې جدي‌ اندیښنې پارولي‌ دي

په اسرائیل کې د یهودي‌ اسرائیلیانو او عرب اسرائیلیانو ترمنځه پيل شوې نښتې دوام لري.

1639122
په اسرائیل کې د عرب او یهودي‌ اسرائیلي‌ وګړو ترمنځه نښتو په اسرائیل کې جدي‌ اندیښنې پارولي‌ دي

 

د اسرائیل د حیفای په ښار کې د یهودیانو او عرب اسرائیلي‌ وګړو ترمنځه نښته د خپل ټول شدت سره دوام لري. یو زیات شمیر افراطي یهودیانو د عرب اسرائیلي‌ وګړو پر دوکانونو ، کورونو او سوداګریزو مرکزونو بریدونه کړي‌ دي.

د اسرائیل لومړي‌ وزیر نتیاهو د هیواد په دننه کې د خپلو منځیو اختلافاتو او نښتو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده .

نتنیاهو ویلي‌ دي‌ چې  د هیواد دننه د یهودي‌ او عرب اسرائیلیانو ترمنځه نښته د حماس سره د پوځي‌ نښتو پر تله په مراتبو خطرناکه ده. هغه وویل چې د اسرائیل په ځينو ښارونو کې دې نښتو اندیښمن کړی دی.

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن خبري‌ غونډې ته د اسرائیلو په یو زیات شمیر ښارونو کې د خپلو منځنیو نښتو پخلی کړی دی. هغه ویلي دي‌ چې د اسرائیل په یو زیات شمیر ښار د عرب او یهودي‌ اسرائیلي وګړو ترمنځه نښتې او تاوتریخوالی دوام لري. همداشان هغه د دوو دولتونو په حل لارې ټینګار وکړ.

هغه وویل چې فلسطیني‌ او اسرائیلي‌ وګړي‌ باید د مساوي‌ حقونو ، ازادیو ، رفاه او عزت خاوندان وي.



اړوند خبرونه