د اسرائیل لخوا پر غزې د بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۳۲ تنو ته لوړه شوه.

د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې اسرائیل قتل عام ته دوام ورکوي

1638177
د اسرائیل لخوا پر غزې د بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۳۲ تنو ته لوړه شوه.

 

اسرائیلي‌ ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې پر غزې د ترسره کړو هوايي‌ او توغندیزو بریدونو په نتیجه کې ۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپیان شوی‌ دي.

د بله پلوه د حماس ډلې هم د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې په تل ابیب او اسرائیل په سویلي‌ برخې ګن شمیر راکټي‌ بریدونه کړي‌ دي.

په اسرائیل کې په راکټي‌ بریدونو کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

اسرائیلي‌ ځواکونو په غزه کې تر ۱۵۰ په ډیرو سیمو هوايي‌ او توغندیز بریدونه کړي‌ دي. د تیرو ۳ ورځو راهیسې په روانو بریدونو کې ۳۲ تنه شهیدان  او تر ۲۰۰ تنو ډیر فلسطیني‌ وګړي‌ ټپیان شوي‌ دي. د شهیدانو نه ۱۰ تنه ماشومان دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو جنګي‌ الوتکو تیره شپه په غزه کې په یوې ۱۳ پوړیزې ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې ټوله ودانۍ ونړیده.

ددې برید نه وروسته حماس ډلې پر تل ابیب ۱۳۰ راکټي بریدونه وکړل.

د بله پلوه د اسرائیل لومړي‌ وزیر نتنیاهو فلسطین په لا سترو بریدونو وګواښه. هغه وویل چې پر حماس او اسلامي‌ جهاد ډلو به ډیر ستر بدل پرې کړي.

په مسجدالاقصی کې یو ځل بیا پر لمونځ کوونکو برید وشو. اسرائیلي‌ پولیسو تیره شپه یو ځل بیا په مسجدالاقصی کې د تراویح د لمانځه نه وروسته پر فلسطیني ځواکونو بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه