د اسرائیلو لخوا پر غزې د هوايي بریدونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲۷ تنو ته لوړه شوه

تیره شپه د اسرائیل لخوا پر غزې د ترسره شوو هوايي بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲۷ تنو ته لوړه شوه.

1637795
د اسرائیلو لخوا پر غزې د هوايي بریدونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲۷ تنو ته لوړه شوه

 

د غزې د روغتیا وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د تیرې شپې راهیسې په غزې د روانو هوايي بریدونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۲۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره  ۱۰۳ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې اسرائیلو پوځ تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې  د عزې پر پر خلاف د پیل کړو پوځي‌ عملیاتو په چوکاټ کې پر غزې پرله پسې هوايي‌ بریدونه وکړل.

ددې په مقابل کې غزې نه هم د اسرائیل پر سویلي‌ برخو یو زیات شمیر راکټي‌ بریدونه وشو.

پدې هوايي بریدونو کې ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د وژل شوو کسانو نه ۹ تنه ماشومان دي.

د بله پلوه د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسرائیل لخوا پر غزې د ترسره شوو بریدونو کې د شهید شوو  فلسطینیانو په درناوي‌ د اختر لمانځنې لغوه کړې او د هیواد بیرغونه يي د نیمه راځوړوندولو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه