په بغداد په هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي
د بغداد په هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه شوي دي
1633286
د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکايي ځواکونو په پوځي هډې راکټي بریدونو وشو.
د ویلو ده چې دا په تیرو لسو ورځو کې پدې هډې ترسره شوی دویم راکټي برید دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د راکټونو نه یو يي د امریکايي ځواکونو د دفاعي سیستم لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ شوی او بل بیا د هډې په منځ کې په تش سیمه کې لګیدلی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .
د عراق امنیتي مقاماتو ویلي دي چې دا راکټونه د بغداد د هوايي ډګر نه نږدې د سیمې نه شوي دي.
د ویلو ده چې امریکا ددې بریدونو پړه پر ایران اچوي. ایران بیا هر ځل دا ادعاګانې ردوي.
تیره اونۍ هم پدې پوځي هډې راکټي بریدونه شوي وو.
دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې ایران یو ځل بیا د امریکا سره د اټومي تړون په اړه په ویانا کې مذاکراتو ته دوام ورکوي.