په اسرائیل کې د مذهبي‌ مراسمو د لمانځنې پر مهال په ګڼه ګوڼه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په اسرائیل کې د یو مذهبي‌ اختر د لمانځنې پر مهال  رامنځته شوي‌ ټېل ماټېل کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1631069
په اسرائیل کې د مذهبي‌ مراسمو د لمانځنې پر مهال په ګڼه ګوڼه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Screen Shot 2021-04-30 at 05.29.53.png

 

د اسرائیل په شمال کې د  ( لاګ با عمر)  مذهبي  مراسمو د لمانځنې پر مهال د رامنځته شوي‌ ټېل ماټېل په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۶۵ تنو ډیر ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو نه هم د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.

د اسرائیلي‌ رسنیو د خبر له مخې د هیواد په شمال کې  صفد ښار ته نږدې د میرون په غره کې د لاګ با عمر  د مذهبي‌ مراسمو د لمانځنې پر مهال تېل ما ټېل رامنځته شو.

رسنیو د اسرائیل  د روغتیا وزارت اړوند د ژغورنې د ډلو له قوله لیکلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې د ۲۴ تنو ټپیانو روغتیايي حالت ډیر زیات باریکه دی.

د پيښې نه وروسته د هغه ټپیانو لپاره چې روغتیايی حالت يي ډیر باریکه دی امبولانس چورلکې راغوښتل شوې وې.

همداشان په لسګونو امبولانسونه سیمې ته رسیدلي‌ دي.

د بله پلوه د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ددې پيښې نه د ستر فلاکت په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې ددې پيښې د قربانیانو لپاره دعاء کوو.

د ویلو ده چې د ځاني‌ تلفاتو شمیره کیدای شي‌ چې تغیر ومومي.


پيوندونه: #اسرائیل

اړوند خبرونه