قطر: د سعودي عربستان د هغه بهرني سیاست نه چې د ښه ګاونډیتوب او ډیالوګ پر بڼسټ ولاړ ملاتړ کوو
قطر د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده د پرونیو څرګندونو نه قوي ملاتړ وکړ
قطر د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان د هغه بهرني سیاست نه چې
په نړۍوال ډیالوګ متمرکز وي او د ایران سره هم پکې د ښه اړیکو غوښتنه کړې د ملاتړ اعلان وکړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان د پرونیو څرګندونو نه قوي ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې ده چې د ملګروملتونو سازمان منشور ته ژمنیتا، د دولتونو ملي حاکمیت ته درناوی او د نورو په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کول د متمدنو هیوادونو اساس جوړوي او د سیمې او نړۍ د سولې ا، ثبات او امنیت متضمن وي. د محمد بن سلمان لخوا د اعلان شوي هغه بهرني سیاست نه چې په سیمه کې په ډیالوګ او د ګاونډیتوب په ښو اړیکو تکیه وي او د ایران سره هم د ښو اړیکو غوښتنه کوي قوي ملاتړ کوو.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان تیره ورځ د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ایران زمونږ ګاونډي هیواد دی او دې هیواد سره د ښه او فوق العاده اړیکو غوښتنه کوو.
د ویلو ده چې سعودي عربستان او قطر ترمنځه اړیکې چې په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي په مشرۍ د خلیج هیوادونو لکه متحده عربي امارات، بحرین او مصر دا هیواد د ترهګرو ډلو نه پر ملاتړ د تورونو سره په کامله توګه شلیدلې وې د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې له سره ورغول شوې.
سعودي عربستان د جنوري میاشت کې د خلیج د همکاریو شورا ۴۱ مې سرمشریزې ته د ګډون په خاطر قطر ته هم بلنه ورکړه. پدې سرمشریزه کې پر قطر لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړی شول او ددې هیواد سره له سره ډیپلوماتیکې اړیکې برقرار کړې