د ایران سره د اړیکو په اړه د سعودي‌ عربستان د ولیهعد شهزاده مهمې څرګندونې

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وویل چې ایران زمونږ ګاونډی هیواد دی او ددې هیواد سره د ښو اړیکو غوښتنه کوو.

1629868
د ایران سره د اړیکو په اړه د سعودي‌ عربستان د ولیهعد شهزاده مهمې څرګندونې

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وویل چې ایران زمونږ ګاونډی هیواد دی او ددې هیواد سره د ښو اړیکو غوښتنه کوو.

د سعودي‌ عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان دا څرګندونې  د سعودي‌ عربستان د دولتي‌ تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې ایران زمونږ ګاونډی هیواد دی او مونږ ددې هیواد د ډیرو ښه اړیکو جوړول غواړو.

هغه وویل چې مونږ هم د یو هوسا ایران زمونږ ترمنځه د متقابلو ګټو پر بڼسټ ولاړ د ښو ګاونډیتوب اړیکو غوښتنه کوو، خو له بده مرغه چې دې هیواد سره اختلافات شتون لري.

دا اختلافات د اټومي‌ پروګرام او یا په بعضو هیوادونو او سیمو کې د قانون نه د  سرغړونکو ملیشه ځواکونو نه د هغوې د ملاتړ  او بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه دي.

هغه وویل که خپلو متحدینو سره ددې ستونزو د حل په خاطر په ګډه کار کوو. هغه هیله څرګنده کړه چې دا ستونزې حل او ټولو سره  ډیرې ښې او پياوړې اړیکې جوړې شي.

همداشان هغه د یمن د روانې ستونزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، پدې هیواد کې د ایران د ملاتړ نه برښمند حوثي‌ یاغیان باید د نورو خواوو سره د مذاکراتو په میز کیني.

هغه وویل چې هیڅوک په یمن کې د قانون نه سرغړونکې ملیشه ځواکونو د شتون زغم کولی نشي. ددې په هیله چې حوثي یاغیان د یمن او د سیمې د هیوادونو ګټې په نظر کې نیولو سره په یمن کې د ټولو خواوو سره د مذاکراتو د میز تر شا کیني او دا موجودې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.

هغه په امریکا د بایدن د حکومت سره د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  ، ریاض د واشنګټن سره په ۹۰ سلنه مسئلو کې همفکر دی. البته چې په بعضو څنډو کې ځیني‌ اختلافي‌ مسئلې شتون لري خو ۹۰ سلنه همفکره یو. هغه وویل که کیدای شي چې د همفکرۍ او یا اختلافاتو کچه کله لوړه او کله ټیټه شي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن لخوا پر ریاض فشارونه شتون لري‌ او که نه وویل ، سعودي‌ عربستان په خپلو کورنیو چارو کې مداخله تل رد کړې ده او نن يي هم ردوي.



اړوند خبرونه