مصر د اخوان المسلمین په لسګونو تنه زندانیان خوشې کوي
د مصر د اخوان المسلیمن د سازمان د لسګونو تنو زندانیانو د خوشې کولو پریکړه وکړه.
د مصر قضايي ارګانونو د هیواد په شمال کې د اسکندریه په ښار کې د اخوان المسلمین سازمان د لسګونو تنو زندانیانو د خوشې کولو پریکړه کړې ده .
په مصر کې د اخوان المسلیمن د چارواکیو نه یو تن چې نه غوښتل خپل نوم واخلي ویلي دي چې نوموړي زندانیان تر اوسه پورې خوشې شوي ندي. کیدای شي چې نوموړي کسان په بله دعوا کې د حپس په دوام پریکړه وشي او یا کیدای شي چې ټول خوشې شي.
هغه ویلي دي چې کیدای شي نن ددې زندانیانو برخلیک معلوم شي.
د مصر رسمي مقاماتو بیا ددې مسئلې په اړه تر اوسه پورې په رسمي توګه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې د مصر د کورنیو چارو وزارت د تیرې سې شنبې پر ورځې اعلان کړی وو چې د ولسمشر د بښنې فرمان له مخې به ۱۶۸۶ تنه زندانیان خوشې کړي.
د ویلو ده چې په مصر کې په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي کودتا نه وروسته حکومت د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په میاشت کې د اخوان المسلمین سازمان پر فعالیتونو بندیز ولګو او دا سازمان يي د ترهګرو په لست کې شامل کړ.
همداشان په زرګونو تنه د اخوان المسلیمن غړي چې د کودتا پر خلاف يي په مظاهرو لاس پورې کړی وو ونیول.