په مصر کې یو ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتلو له امله نږدې سل تنه ټپیان شوي دي.
په مصر کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو په پیښه کې نږدې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د مصر د اوسپنیزو پټلیو ادارې ویلي دي چې پرون یکشنبه د اپریل ۱۸ مه نیټه پلازمینې قاهرې ته نږدې د القلیوبیه په ښار کې یو ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو له امله لږ تر لږه ۹۷ تنه ټپیان شوي دي.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې د پیښې نه وروسته څه روغتونونو ته د ټپیانو د انتقال په خاطر څه باندې ۵۰ امبولانسونه د پيښې ځای ته استولي دي. د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مصري چارواکیو په وینا دا ریل ګاډی د پلازمینې قاهرې نه د منصوره ښار پر لورې روان وو.
ویل کیږي پدې پيښه کې د ریل ګاډي ۸ واګونونه د پټلۍ نه خارج شوي وو.
د بله پلوه د دوو امنیتي سرچینو او ځايي رسنیو پدې پیښه کې د ګڼ شمیر کسانو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړی دی .
ریل ګاډی چې د مصر د پلازمینې قاهرې نه د مصنورې ښار پر لورې روان وو د ماسپخین د یوې بجې او ۵۴ دقیقو پر مهال د قاهرې په ۴۰ کیلومترۍ کې د القلیوبیه په ښآر کې د پټلۍ نه خارج شو.
د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی . د پيښې په اړه پراخه څیړنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې د مارچ په میاشت کې هم د مصر یو ریل ګاډی د پټلۍ نه وتلی وو چې په نتیجه کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي وو.