حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف ویلي دي چې حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې د جازان په ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي چې د سعودي عربستان د دافع هوا سیستم لخوا په هوا کې تثبیت او له منځه وړل شوي دي.
عرب ائتلاف د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې حوثي یاغیان د ټولو نړۍوالو قوانینو د خپو لاندې کولو سره په قصدي او سیستماتیکه توګه پر ملکي سیمو بریدونه کوي.
حوثي یاغیانو چې یو ځل بیا د سعودي عربستان د جازان په سیمه کې پر ملکي میشتو سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي وو د سعودي عربستان دافع هوا ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ شوي دي.
همداشان د عرب ائتلاف ویاند ترکي المالکي هم تیره ورځ ویلي وو چې حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د ۴ انتخاري ډرون الوتکو او ۵ بالستیک توغندیو سره پر سعودي عرببستان د برید هڅه کړې وه چې د سعودي عربستان د دفاع هوا ځواکونو لخوا په هوا کې تثبیت او له منځه وړل شوي دي.
د بله پلوه د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند بیا تیره ورځ سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو ارامکو او یو زیات شمیر نورو هدفونو د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره د برید کولو نه خبر ورکړی وو.
هغه ویلي وو چې په ارامکو ۶ توغندي لګیدلي دي چې په نتیجه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
عرب ائتلاف بیا د حوثي یاغیانو دا ادعاء رد کړې ده .