د اسرائیل څیړنیز مرکز: د ترکیې سمندري ځواکونه د سیمې تر ټولو پياوړي سمندري ځواکونه دي
د اسرائیل څیړنیز مرکز: د ترکیې سمندري ځواکونه د سیمې تر ټولو پياوړي سمندري ځواکونه دي او هر ورځې په تیریدو لا قوي کیږي
د ترکیې سمندري ځواکونه په ختیځه مدیترانه کې تر ټولو پیاوړي او قوي سمندري ځواکونه دي . دا خبره په اسرائیل کې د هایفه پوهنتون سیاسي او ستراتیژیکو څیړنیز مرکز کړې ده .
یاد شوي مرکز په ختيځه مدیترانه کې د قوي سمندري ځواکونو په اړه تحقیقات کړي چې ددې تحقیقاتو پایلې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې اعلان کړې وې.
پدې تحقیقاتو کې ویل شوي دي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د ترکیې د سمندري ځواکونو طاقت ، قوت او څیره بدله شوې ده . دا بدلون په اصل کې ددې هیواد د پياوړې سمندري ستراتیژۍ نتیجه او میوه ده.
همداشان یاد شوي مرکز ویلي دي چې ددې ترڅنګ د ترکیې سمندري ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې قوي او پياوړي کیږي.
ترکیه په پام کې لري چې د راتلوونکو څو کلونو په دننه کې خپل سمندري ځواکونه د نړۍ د پرمختللو شپږ تحت البحري کښتیو باندې سمبال کړي. پدې ډول د ترکیې سمندري ځواکونه به د ۱۲ نه تر ۱۴ پورې د نړۍ د پرمختللو تحت البحري کښتیو خاوندان شي.
دا مسئله به د ترکیې سمندري ځواکونه په سیمه کې لا پسې لاسبري کړي.
په څیړنه کې ویل شوي دي چې د ترکیې سمندري ځواکونه په تور بحیره او ختيځه مدیترانه کې ترکیې ته باور نه کوونکی د تعرض قابلیت او توان ورپه برخه کړی دی.