حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د پنځو انتحاري بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل
عرب ائتلاف : د حوثي یاغیانو نني بریدونه مو ټول شنډ کړي دي
1619163
حوثي یاغیانو نن د پنځم ځل لپاره پر سعودي عربستان د انتحاري بې پیلوته الوتکو سره د برید هڅه وکړه.
سعودي عربستان چارواکیو ویلي دي چې حوثي یاغیانو نن د پنځم ځل لپاره د بې پيلوټه الوتکې د برید هڅه وکړه چې ټولې د بې پیلوټه الوتکې په هوا کې له منځه وړي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف ویلي دي چې حوثي یاغیانو پنځمه بې پيلوټه الوتکه هم چې د سعودي عربستان پر لورې روانه وه په هوا کې کشف او له منځه یوړه.
عرب ائتلاف ویلي دي چې حوثي یاغیانو د ډرون سربیره د بالستیک توغندي برید هم کړی دی چې په هوا کې کشف او له منځه وړل شوی دی.
دا برید د سعودي عربستان د جازان په ښار شوی وو.