اسرائیل یو ځل بیا په سوریې توغندیو برید کړی

اسرائیل د پلازمینې دمشق ترڅنګ د اسد ځواکونو په پوځي‌ هډو د توغندیو برید کړی دی.

1617225
اسرائیل یو ځل بیا په سوریې توغندیو برید کړی

 

د سوریې د رسمي‌ خبري‌ اژانس سانا د یو تن پوځي‌ چارواکي‌ له قوله چې نه غوښتل خپل نوم په ډاګه کړي‌ ویلي‌ دي‌ چې اسرائیلو نن پنجشبه د سوریې د پلازمینې دمشق  په شاوخوا کې د توغندیو بریدونه کړي‌ دي.

ډیری ټوغندي‌ د دفاعي‌ ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا توغندي‌ د اسرائیل تر اشغال لاندې د ګولان تپو نه توغول شوي‌ دي.

د بله پلوه په سوریه کې د بشري‌ حقونو د څار سازمان ویلي‌ دي‌ چې پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه د اسد پلوي‌ سرتیري‌ ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه سیمې خلکو د درندو چاودنو غږونه اوریدلي‌ دي.

د ویلو ده چې اسرائیلو د تیر یو کال په دننه کې په سوریه کې د ایراني‌ ځواکونو پر مرکزونو او پوځي‌ هډو په سلګونو راکټي‌ بریدونه کړي دي.

 



اړوند خبرونه