امریکا د عراق نه خپل ټول محاربوي‌ ځواکونه وباسي

امریکا او ائتلافي ځواکونه د عراق نه خپل ټول ائتلافي‌ ځواکونه وباسي

1616991
امریکا د عراق نه خپل ټول محاربوي‌ ځواکونه وباسي

 امریکا متحده ایالتونه  د عراق نه خپل ټول محاربوي ځواکونه وباسي.

دا پریکړه د امریکا او عراق ترمنځه د استراتیژیک ډیالوګ په دریمه غونډه کې وشوه. پدې غونډه کې دواړه هیوادونه د عراق نه د امریکا د محاربوي‌ ځواکونو د ویستو د لړۍ د دوام په اړه په تفاهم ورسیدل.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو وزیر انتوني‌ بلینکن او عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین په ګډون د دواړو هیوادونو ترمنځه د استراژیک ډیالوګ دریمه غونډه په انلاین ډول جوړه شوه.

پدې غونډه کې د دواړو هیوادونو یو زیات شمیر ډیپلوماټانو هم ګډون کړی وو.

د غونډې نه وروسته په خپور شوي بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې امریکا د عراق خپلواکۍ حقونو، مځکنۍ بشپړتیا او حقوقو ته پوره درناوی لري.

په بیان کې د امریکا او عراق ترمنځه په قوي اقتصادي‌ همکاریو ټینګار شوی دی. پدې چوکاټ کې امریکايي شرکتونه د عراق د پرمختیا او پراختیا سره د مرستې په خاطر کیدای شي‌ چې ځیني نوي‌ ګامونه اوچت کړي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په عراق کې موجود امریکايي‌ سرتیري د بغداد حکومت په بلنه د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په مبارزه او جګړه کې د عراقي‌ ځواکونو نه د ملاتړ په خاطر دې هیواد ته راغلي‌ دي او د عراق پوځ د د روزنې او مشورې په برخه کې مهمم رول لوبولی دی. امریکا او ائتلافي ځواکونه به ددینه وروسته تر ټولو زیات د عراقي‌ ځواکونو روزنې او مشورتي‌ مسئلو ته پاملرنه وکړي‌ او محاربوي‌ ځواکونه به ددې هیواد نه وویستل شي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د عراق نه د امریکا د ټولو محاربوي ځواکونو د ویستل دقیقه نیټه به په راتلوونکې غونډه کې معلومه شي. همداشان پدې هیواد کې پاتې کیدونکې امریکايي او ائتلافي ځواکونه به یواځې د عراقي‌ ځواکونو روزنې او مشورتي‌ برخو ته پاملرنه وکړي.



اړوند خبرونه