سعودي عربستان: د روژې په میاشت کې د عمرې لپاره خپل شرایط اعلان کړل
سعودي عربستان هغه کسانو ته چې غواړي د روژې په مبارکه میاشت کې د عمرې حج وکړي خپل شرایط اعلان کړل.
د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به یواځې هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس واکسین یو یا دوه ډوزه واکسین يي کړی وي او یا د کرونا ویروس ناروغۍ يي تیره کړي وي او ښه شوي وي د عمرې د حج اداء کولو اجازه ورکړي.
د بله پلوه د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف د مبارزې او تدابیرو په چوکاټ کې به یواځې هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس واکسین يي کړی وي او یا د کرونا ویروس نیولی وي او ښه شوی وي د عمرې اجازه ورکړي.
په بیان کې راغلي دي چې یواځې درې ګټګوري کسانو ته به د عمرې د حج د اداء کولو اجازه ورکړل شي. د کرونا ویروس یو ډوز واکسین کوونکو، دوه ډوزه واکسین کوونکو او کرونا ویروس نه ښه شوو کسانو ته د عمرې اجازه ورکړل شي.
په بیان کې راغلي دي چې یواځې همدا درې ګټګوري کسانو ته به په مکې مکرمه کې په ستر جومات کې د لمونځ او عبادت اجازه ورکړ شي.
همداشان په مدینې منوره کې به هم په مسجدالنبوي کې به هم د همدې شرایطو خاوند کسانو ته د عبادت کولو اجازه ورکړل شي.
د ویلو ده چې دا لا معلومه نده چې د حج د مراسمو لپاره به عینې شرایط وي او که د هغه لپاره به کوم تغیرات راشي.
سعودي عربستان تیر کال د حج مراسم یواځې د ۱۰ زرو تنو په ګډون سره د ترسره کولو لپاره اجازه ورکړه.
په ۲۰۱۹ کال کې د حج په مراسمو کې ۲ نیم میلیونو تنو مسلمانانو ګډون کړی وو.