د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلې دندې نه د ناوړه استفادې په تور تورن شو.
د اسرائیل لومړی وزير نن یو ځل بیا د قاضي حضور ته حاضر شو
د اسرائیل لوی څارنوالۍ نتنیاهو د اداري فساد په دعوا کې د خپلې دندې او صلاحیتونو نه د شخصي موخو لپاره د استفادې په تور تورن کړ.
نتنیاهو د اسرائیل په تاریخ کې لومړی برحاله صدراعظم دی چې محاکمه کیږي.
نتنیاهو په هغه د لګیدولو تورونو له امله د قاضي حضور ته حاضر شو. د نتنیاهو د محاکمې جلسه په ختیځ بیت المقدس په سیمه ایزې محکمه کې پیل شوه.
د اسرائیل لوی څارنوال لیات بن اري په اقامه د دعوا کې وویل چې نتنیاهو د خپلې دندې او صلاحتونو نه د شخصي ګټو په خاطر کار اخیستی دی. هغه د رسنیو د مرکزي ارګانونو سره په هماهنګۍ کې د غیرې قانوني ګټو په خاطر د خپلې دندې نه ناوړه استفاده کړې ده .
نتنیاهو بیا پر هغه لګیدلي ټول تورونه رد کړل.
د ویلو ده چې نتنیاهو لومړنی صدراعظم دی چې تر ټولو د اوږدو کلونو لپاره پدې دنده کې پاتې شوی دی.
شننوکې وايي چې کیدای شي د نتنیاهو محاکمې بهیر هم د اوږدو کلونو لپاره دوام وکړي.
د اسرائیل لوی څارنوالۍ د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په ۲۱ مه نیټه د نتنیاهو پر خلاف په درې جلا جلا برخو کې اقامه د دعوا وکړه.