په مسجدالحرام کې یو تن داعشي ونیول شو

د سعودي عربستان د مکې په ښار کې په مسجدالحرام کې یو تن داعشي چې په لاس کې چړه وه ونیول شو

1613232
په مسجدالحرام کې یو تن داعشي ونیول شو

د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار د مسجدالحرام په جومات کې یو تن داعشي ترهګر چې په لاس کې چړه وه ونیول شو.

د مکې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د مسجد الحرام په لومړني پوړ کې یو تن داعشي ترهګر چې په لاس کې چړه وه او د داعش په پلوي شعارونه ورکول ونیول.

پدې پيښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

پولیسو د نیول شوي داعشي هویت ندی اعلان کړی.

د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه