حوثي یاغیانو یو ځل بیا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان برید کړی

1608724
حوثي یاغیانو یو ځل بیا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

 

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت  نن د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې حوثي یاغیانو د جازان په ښار کې د تیلو پر تاسیساتو بریدونه کړي چې په نتیجه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د بله پلوه خبري اژانسونو  ویلي دي چې حوثي یاغیانو تیره شپه د سعودي عربستان د جازان په ښار کې  د تیلو په یو ستر چاڼځای او ذخیرې د توغندي برید کړی دی.

ویل کیږي حوثي یاغیانو دا برید تیره شپه د نهو بجو په شاوخوا کې کړی دی.

توغندی د تیلو ویش پر تاسیساتو باندې لګیدلی دی.

د برید  نه وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده. د ویلو ده چې حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه د سعودي عربستان د تیلو په زیرمو ، چاڼځایونو او ذخایرو بریدونو ته زور ورته کړی دی.

د سعودی عربستان د انرژۍ وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ددې برید په نتیجه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو د تیلو يه ټانک اور اخیستی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا برید په اصل کې د سیمې او نړۍ د تیلو او انرژۍ پر تجارت ترسره شوی برید دی.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ  ائتلاف تیره ورځ د سعودي عربستان د جازان او نجران پر ښارونو د حوثي یاغیانو لخوا د ترسره شوو بریدونو د شنډولو نه خبر ورکړی وو.

د ائتلاف ویاند ترکي المالکی ویلی وو چې حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د ۸ راکټي او انتحاري ډرون الوتکو سره د برید هڅه وکړه چې ټول په هوا کې کشف او له منځه یوړل شول.

د ویلو ده  امریکا دا بریدونه په کلکه توګه غندلي او د سعودي عربستان نه د ملاتړ اعلان کړی دی.



اړوند خبرونه