د سوریې په شمال کې چاودنه شوې

د سوریې په شمال کې د راس العین په سیمه کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

1605851
د سوریې په شمال کې چاودنه شوې

د سوریې په شمال کې د راس العین په سیمه کې خونړۍ چاودنه شوې ده.

د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د جیلان پنار ولسوالۍ پورې غاړې ته د سوریې د راس العین په ښار کې درنده چاودنه شوې ده .

په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۹ تنه  ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د راس العین دولتي روغتون چارواکیو ویلي دي چې پدې پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې دوه تنه يي ماشومان دي.

همداشان ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

چاودنې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه  هم اړولي دي.

د ویلو ده چې دا سیمې په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې لخوا د پ ک ک ترهګري سازمان نه تصفیه شوې .


پيوندونه: #راس العین , #سوریه

اړوند خبرونه