په عراق کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه وشو.

د عراق د الانبار په ښار کې د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه شوي

1594104
په عراق کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو پر هډې راکټي بریدونه وشو.

 

د عراق د الانبار په ولایت کې د امریکايي ځواکونو د عین الاسد پر پوځي هډې ۱۰ راکټي بریدونه شوي دي.

د عراق رسمي خبري اژانس ویلي دي چې د الانبار په ولایت کې د امریکايي ځواکونو د عین الاسد پر پوځي هډې ۱۰ راکټي بریدونه شوي دي.

په خبر کې راغلي دي چې دا لا معلومه نده چې بریدونه د چا لخوا شوي دي. همداشان د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د یادولو وړ ده چې لنډه موده مخکې هم د عراق په شمال کې او په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت او پوځي هډو ګن شمیر راکټي بریدونه شوی وو.

امریکايي ځواکونو هم یوه اونۍ مخکې د ولسمشر جو بایدن په امر په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډو او سفارت د ترسره شوو راکټي بریدونو په ځواب کې په سوریه کې د ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي وو.



اړوند خبرونه