سعودي عربستان د سږني حج لباره خپل شرط اعلان کړ

سعودي عربستان سږ کال د حج د فریضې لپاره حاجیانو ته د اجازې ورکولو په خاطر خپل شرط اعلان کړ.

1593415
سعودي عربستان  د سږني حج لباره خپل شرط اعلان کړ

 

سعودي عربستان ویلي دي یواځې هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس واکسین يي کړی وي د حج د فریضې د اداء کولو اجازه ورکړي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر ویلي دي چې سږ کال د حج په خاطر د شرطونو نه یو او تر ټولو مهم شرط د کرونا ویروس واکسین دی. سږ کال به د حج د فریضې د اداء کولو په خاطر هغه کسانو ته اجازه ورکړ شي چې د کرونا ویروس واکسین يي کړی وي.

همداشان هغه د روغتیا وزارت ته په مکې ، مدینې او ټولو مقدسو مکانونو کې د لازمو روغتیايي تدابیرو د نیولو په خاطر وار د مخه د پورته تیاریو د نیولو امر کړی دی.

هغه ویلي دي چې په مکې، مدینې او ټولو مقدسو مکانونو کې په موجودو روغتیايي مراکزونو کې باید هر ډول تدابیر وار د مخه ونیول شي.

همداشان د روغتیا وزیر د حاجیانو لپاره د کووید ۱۹ د کمیسیون د جوړولو امر کړی دی.


پيوندونه: #سعودي عربستان , #حج

اړوند خبرونه