اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد او ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي
اسرائیلو تیره شپه د سوریې په پلازمینه دمشق کې په یو زیات شمیر پوځي نقطو هوايي بریدونه کړي.
د سوریې د رژیم خبري اژانس د پوځي سرچینو له قوله ویلي دي چې اسرائیلو تیره شپه د لسو بجو او ۱۶ دقیقو پر مهال د پلازمینې دمشق په شاوخوا کې د اسد رژیم او ایراني ملیشه ځواکونو پر پوځي نقطو پراخه بریدونه کړي دي.
په خبر کې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
په خبر کې د سوریې پوځ ددې بریدونو نه د زیات شمیر يي د شنډولو ادعاء کړې ده.
د سوریې پوځي سرچینو ویلي دي چې د دفاعي سیستمونو د اسرائیلو یو زیات شمیر توغندي په هوا کې کشف او شنډ کړي دي.
د بله پلوه اسرائیلو ددې بریدونو مسئولیت منلی دی. اسرائیلو ویلي دي چې دا برید يي لنډه موده مخکې د ایران لخوا د عمان په سمندر کې د اسرائیلو په تجاري کښتۍ د برید په غبرګون او غچ اخیستو په خاطر ترسره کړي دي.
د ویلو ده چې اسرائیلو د فبروري په ۱۵ مه نيټه هم د اسد او ایراني ځواکونو پر مراکزو بریدونه کړي وو.
پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.