قطر: د سعودي عربستان د ملي حاکمیت ، امنیت او استقرار نه قوي ملاتړ کوو

قطر پدې وروستیو ورځو کې  د ایران د قوي ملاتړ نه برښمند د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان د بریدونو د ډیریدو نه وروسته د سعودي عربستان نه ملاتړ اعلان وکړ.

1592744
قطر: د سعودي عربستان د ملي حاکمیت ، امنیت او استقرار نه قوي ملاتړ کوو

 

د قطر د امیر د دفتر لخوا د خپور شوي بیان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ویلو ده چې نوموړو د درې کالو ځنډ نه وروسته د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د قطر امیر د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده سره پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې پر مهمو مسئولو او پرمختګونو خبرې وکړې.

د قطر امیر وویل چې هیواد يي د سعودي عربستان د خپلواکۍ، امنیت او استقرار نه قوي ملاتړ کوي او د سعودي عربستان ثبات او استقرار د قطر او خلیج د همکاریو د شورا د غړیو هیوادونو د استقرار او امنیت په معنا دی. ددوې استقرار زمونږ د استقرار نه بیلیدونکې پارچه ده.

دواړو مشرانو د سیمه ایزو مسئلو ترڅنګ په نړۍوالې مسئلو او پرمختګونو هم خبرې او تبادل د نظر وکړ.

د ویلو ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د بیان په خپرولو سره د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودی عربستان د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه په کلکه توګه وغندل.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو تیره ورځ پر سعودي عربستان تر ټولو ستر بریدونه وکړل چې ټول د سعودي عربستان د دفافي ځواکونو لخوا په هوا کې کشف او له منځه یوړل شول.



اړوند خبرونه