حوثي پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي سربیره د ګن شمیر انتحاري ډرون الوتکو سره برید وکړ

حوثي یاغیانو تیره شپه پر سعودي عربستان تر ټولو ستر بریدونه وکړل.

1592156
حوثي پر سعودي عربستان د بالستیک توغندي سربیره د ګن شمیر انتحاري ډرون الوتکو سره برید وکړ

حوثي یاغیانو تیره شپه لومړی د سعودي عربستان پر پلازمینه ریاض د بالستیک توغندي برید وکړ او ورپسې سم يي  د پلازمینې ریاض په ګډون د سعودي عربستان په څو ښارونو د انتحاري ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

د سعودي عربستان هوايي او وافع هوا ځواکونه د حوثي یاغیانو دا ټول بریدونه په هوا کې شنډ او له منځه یوړل.

د انډیپنډینت  د خبر له مخې حوثي یاغیانو تیره شپه پر سعودي عربستان تر ټولو ستر بریدونه وکړل.

په خبر کې راغلي دي چې حوثي یاغیانو پر ریاض د بالستیک توغندي د برید نه سمدلاسه وروسته پنځه انتحاري ډورن الوتکې د خمیس المشیط د ښار پر لورې او یوه انتحاري ډرون الوتکه د جیزان د ښار پر لورې ولوزوله.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د حوثي یاغیانو لخوا ترسره شوي ټول  بریدونه په هوا کې دفع او شنډ شوي دي. سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي دي چې دا بریدونه يي د پاتریوت دافع هوا سیستم او اف ۱۵ سي او یورو فایټر ټایفون ښکاري جنګي الوتکو سره له منځه وړي دي.

سعودي عربستان دفاع وزارت په هوا کې د توغندي او انتحاري ډرون الوتکو د شنډولو او لمنځه وړولو ویدیو هم نشر کړې ده .

د ویلو ده چې دا حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان ترسره شوی تر ټولو ستر برید وو.

 



اړوند خبرونه