برهم صالح : په عراق کې په دوامداره توګه د بهرنیو ځواکونو د میشتیدو سره مخالف یو

صالح : نه غواړو چې په عراق کې په دایمي توګه بهرني ځواکونه ځای په ځای شي

1590522
برهم صالح : په عراق کې په دوامداره توګه د بهرنیو ځواکونو د میشتیدو سره مخالف یو

 د عراق ولسمشر برهم صالح وویل چې عراق حکومت او امریکا نه غواړي چې په عراق کې په دایمي توګه بهرني ځواکونه میشت شي خو ددې ترڅنګ د داعش پر خلاف مبارزه هم پایته نده رسیدلې او دا مبارزه باید دوام وکړي.

برهم صالح دا څرګندونې د امریکا د بروکینګ انیستیتیوت لخوا په انلاین ډول جوړ شوي  منځنی ختیځ او د امریکا نوی حکومت تر سرلیک لاندې جوړ کړي کنفرانس ته په خپله وینا کې وکړې.

هغه وویل چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په برخه کې زمونږ دنده لا پایته نده رسیدلې ځکه چې دا ترهګری سازمان اوس هم په سوریه کې یو زیات شمیر پټې او ښکاره حجرې لري . د همدې د داعش پر خلاف باید جګړه او مبارزه دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې عراق حکومت او امریکا  نه غواړي چې په عراق کې په دایمي توګه د بهرنیو ځواکونو ځای په ځای کړي.

هغه د ایران سره د اړیکو په اړه وویل چې د ګاونډي هیواد ایران سره زمونږ ښې اړیکې البته چې د سیمې د استقرار سره ډیره مرسته کوي. هغه زیاته کړه چې عراق اوس هم د نیابتي جګړو کوربه دی.

هغه زیاته کړه چې د خلیج د همکاریو شورا سره د اړیکو  د قوي کولو په خاطر کار کوي. عراق د سیمې یو ډیر مهم هیواد دی او د ځانګړي رول خاوند هیواد دی.

د ویلو ده چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د داعش ترهګري سازمان پر خلاف د مبارزې د ائتلاف ۲۵۰۰ تنه سرتیري  او ناټو ۵۰۰ تنه سرتیري لري.

ناټو سازمان په تیرو غونډه کې دا شمیره ۴۰۰۰ تنو ته د لوړولو پریکړه وکړه.


پيوندونه: #برهم صالح , #عراق

اړوند خبرونه