په یمن کې د  الحدیده  ولایت د امنیې قومندان تورنجنرال ابراهیم په عدن ښار کې ووژل شو.

د یمن د مشروع حکومت یو تن جګپوړی چارواکی ووژل شو

1572868
په یمن کې د  الحدیده  ولایت د امنیې قومندان تورنجنرال ابراهیم په عدن ښار کې ووژل شو.

 

د یمن  ولسمشر عبدالرب منصور هادی د رسمی خبري اژانس سره په مرکه کې د الحدیده ولایت د امنیې قومندان د مړینې له امله د تسلیت او خواخوږۍ پيغام خپور کړی دی.

هغه ویلي دي چې د الحدیده د ولایت د امنیې قومندان په خاین ترهګري برید کې په شهادت رسول شوی دی. قاتلین يي د جزا ته تښتیدلی نشي. قاتلینو نه به يي خامخا پوښتنه وشي.

د بله پلوه د الحدیده ولایت د والي مرستیال ویلي دی چې د امنیې قومندان تورنجرال ابراهیم د خپل کور د مخې نه تښتول شوی وو.

د بله پلوه د یمن سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې د الحدیده د امنیې قومندان مړی په عدن ښار کې موندل شوی دی.

د هغه وجود کې د شکنجې ډیرې زیاتې نښې او نښانې لیدل شوي دي. داسې ښکاري چې نوموړی د وژل کیدو نه مخکې شکنجه شوی او ځورول شوی دی.



اړوند خبرونه