داعش په عراق کې په حشد شعبي ځواکونو خونړی برید کړی
د عراق د صلاح الدین په ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د حشد شعبي ځواکونو په ۲۲ غنډ د برید سره ګن شمیر د حشد شعبي سرتیري وژلي دي.
1569905
د عراقي رسنیو د خبر له مخې داعش ترهګرې ډلې د صلاح الدین په ښار کې د حشد شعبي د ځواکونو په ۲۲ م غنډ خونړی برید وکړ چې په نتیجه کې د یو تن قومندان په ګډون ۱۲ تنو د حشد شعبي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي دا برید د صلاح الدین ښار په لویدیځ کې شوی دی.
په برید کې د حشد الشعبي د ځواکونو د قومندانانو نه ابو الیا حسنوي په ګډون ۱۲ تنه سرتیري مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې دوه ورځې مخکې د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو بازار کې دوه غبرګ ځانمرګي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۳۲ تنه مړه او تر ۱۱۰ تنو ډیر کسان ټپیان شول.
د دواړو بریدونو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. د بله پلوه د عراق لومړي وزیر په بغداد د بریدونو نه وروسته مهم امنیتي چارواکي د وظیفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړل.