د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض د ډرون برید مخه ونیول شوه
سعودي عربستان د حوثي یاغیانو لخوا پر پلازمینه رياض د ترسره شوي برید د مخنیوي نه خبر ورکړ.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو اعلان کړی دی چې د سعودي عربستان پر پلازمینه ریاض يي د بې پيلوټه الوتکو پر مټ د برید مخه نیولې ده .
ائتلاف ویلي دي چې حوثي یاغیانو پر ریاض د برید په موخه په چاودیدونکو توکو سمبال ډرون رالیږلې وې د دفاعي ځواکونو لخوا په هوا کې ثبیت او له منځه یوړل شوې.
د سعودي عربستان رسنیو د امنیتي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې پدې پیښه کې چاته هیڅډول زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه ددې پيښې فلم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی. په فلم کې ښکاري چې په هوا کې چاودنه کیږي.
همداشان سعودي په مشرۍ ائتلاف تیره ورځ هم د بحرالاحمر کې د حوثي یاغیانو اړوند په چاودیدونکو توکو بار د یوې کښتۍ د لمنځه وړو نه هم خبر ورکړی وو.
ائتلاف ویلي وو چې حوثي یاغیانو غوښتل چې د چاویدونکو توکو بار کښتۍ سره برید وکړي خو خپل هدف ته درسیدو نه مخکې مخه ونیول شوه.
حوثي یاغیانو ددې دواړو پيښو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروح حکومت پر خلاف کودتا وکړه او د پلازمینه صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې. همداشان سعودی عربستان بیا د یمن د مشروع حکومت په غوښتنه د ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف مبارزه کوي. حوثي یاغیان هم وخت نا وخته د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان پر خاوره د بالستیک توغندیو، ډرون او چاویدونکو توکو سمبال کښتیو سره بریدونه کوي.