اسرائیل د سوریې د حما په ښار هوايي برید کړی
اسرائیل یو ځل بیا په سوریې هوايي بریدونه کړي
د اسرائیل جنګي الوتکو نن جمعه د سهار په وختي ساعتونو کې پر سوریې هوايي بریدونه وکړل.
د سوریې دولتي خبري اژانس د یو جګپوړي امنیتي مقام له قوله ویلي دي چې د اسرائیل جنګي الوتکو نن جمعه د جنوري ۲۲ مه نیټه د سهار په وختي ساعتونو کې د حما په ښار کې په بعضو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د سوریې دفاعي ځواکونو ددې بریدونو ډیری په هوا کې کشف او شنډ کړي دي.
دا ویلو ده چې اسرائیلي ځواکونو د جنوري په ۱۳ مه نیټه په سوریه کې د اسد ځواکونو او ایراني ملیشو او فاطمیون ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي وو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو د اسد سرتیرو او ایراني ملیشه ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان پدې بریدونو کې د ۵۷ تنو ایراني پلوو ملیشو د وژلو او په لسګونو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو.
اسرائیل وخت نا وخته په سوریه کې د اسد د رژیم او ایراني ځواکونو په مرکزونو او هډو هوايي او د توغندیو بریدونه کیږي.