په عراق کې په غبرګو ځانمرګیو بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د عراق په پلازمینه بغداد کې غبرګ ځانمرګی بریدونه شوي.
1568252
د عراق امنیتي سرچیني ویلي دي چې نن پنجشنبه د جنوري ۲۱ مه نیټه د پلازمینې بغداد د باب الشرقي په سیمه کې د طیاران په میدان سیمه کې غبرګ ځانمرګی بریدونه شوي دي.
ویل کیږي د نوموړي ځانمرګي برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د عراق د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې پدې ځانمرګی برید کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه او تر ۴۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تراوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې دا برید په بغداد کې د ۳ کلونو وروسته ترسره شوی تر ټولو ستر او خونړی برید دی.