په الجزایر کې د ماین چاودنه شوې ده.
په الجزایر کې چاودنه شوې
1564390
په الجزایر کې د ماین چاودنه شوې ده.
د الجزایر د دفاع وزارت ویلي دي چې د تونس سره په پوله کې د نوموړي هیواد تبص په ولایت کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دی چې دا ماین د وختي نه په سیمه کې خښ شوی وو چې یو ملکي موټر پرې د ختو نه وروسته چاودلی دی.
د پیښې نه وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې ده .
د چاودنې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د ویلو ده چې د الجزایز او تونس په پوله کې د سیمې خلک د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې د القاعدې ترهګرې ډلې اړوند د ډلو د بریدونو هدف ګرځي.