سعودي عربستان یو ستر چاپیریال دوسته او د نړۍ پرمختللی ښار جوړوي

په نړۍ کې د خامو نفتو ستر صادرونکی سعودي عربستان د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو چاپیریال دوسته ښار جوړوي.

1562118
سعودي عربستان یو ستر چاپیریال دوسته او د نړۍ پرمختللی ښار جوړوي

پدې ښار کې به موټرو ته اجازه ورنکړ شي او جادې به هم پکې جوړې نشي.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د نوموړي هیواد د دولتي تلویزیون په یوې خپرونه کې د ګډون سره د خپلې دې سترې پروژې په اړه معلومات  ورکړل.

هغه وویل چې  ددې ښار اوږدوالی به ۱۷۰ کیلومتره وي او د یو میلیون نفوس په ظرفیت جوړیږي. پدې سیمه کې د ښار د جوړولو پر مهال به ۹۵ سلنه طبعیت وژغورل شي او محفوظ به شي.

په نړۍ کې د چاپیریال تر ټولو زیات د ککړونکو هیوادونو په منځ کې ځای لرونکی او  د عربي نړۍ اقتصادي لیډر سعودي عربستان ولیعهد شهزاده وویل چې مونږ باید د دودیزو ښارونو مفکوره پداسې ښارونو کې روښانه راتلوونکی ولري بدل کړو.

هغه د ښار نقشه او په کمپیوټر کې جوړ شوی  سمپل وښود.

سعودي عربستان چې اقتصاد يي یواځې پر تیلو تکیه دی غواړي چې بدیلي اقتصادي عایداتي سرچینې جوړې کړي.

هغه وویل چې ددې ښار د ساختماني چارو د پيلولو لپاره هر څه چمتو شوي دي او د روان میلادي کال د لومړۍ ربع په دننه کې به د ښار د جوړولو په چارو پيل وشي.

تمه کیږي چې پدې پروژه کې ۳۸۰ زرو تنو ته د استخدام زمینه برابره شي او سعودي عربستان ناخالصو کورنیو عوایدو سره ۴۸ میلیارده ډالره مرسته وکړي.



اړوند خبرونه