په سوریه کې په مساپر وړونکې بس چاودنې په لسګونو تنه وژلي

په سوریه کې په یو مساپر وړونکي بس موټر کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1554907
په سوریه کې په مساپر وړونکې بس چاودنې په لسګونو تنه وژلي

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن  چار شنبه د دسمبر ۳۰  د  ماښام په ساعتونو کې د دیروزور د ولایت د ام ۲۰ په لویه لاره کې په یو مساپر وړونکې بس موټر برید وشو.

د سیمه ایزو سرچینو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي دا برید د دیروزور او پالمیرا  ترمنځه رامنځته شوی دی.

د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی.


پيوندونه: #چاودنه , #سوریه

اړوند خبرونه