د یمن د عدن په هوايي دګر کې درنده چاودنه شوې

د یمن د عدن په هوايي ډګر کې د نوي حکومت د لومړي وزیر او کابینې د غړیو د الوتکې د ښکته کیدو نه وروسته درنده چاودنه شوې ده

1554702
د یمن د عدن په هوايي دګر کې درنده چاودنه شوې

په یمن کې  عدن په هوايي ډګر کې درې درندې چاودنې  وشوې او وروسته د ډزې پيل شوې.

ویل کیږي دا چاودنې  هله رامنځته شوه چې د یمن نوي حکومت لومړی وزیر او د کابینې غړي په سعودي عربستان کې د لوړې نه وروسته  هیواد ته راستانه شول. د یمن د نوي لومړي وزیر او د هغه د کابینې د غړیو الوتکه د عدن په هوايي ډګر کې راښکته کیدو سره سم چاودنې وشوې

د یمن نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنو او بریدونو کې لږ تر لږه  ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یمن نوي ټاکل شوي لومړي وزیر معین الملک د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې دوې ټول روغ جوړ دي او د کابینې غړو ته هم هیڅډول زیان ندی رسیدلی. هغه ویلي دي چې ترهګرو یو ځل بیا د عدن هوايي ډګر باندې بریدونه وکړل. دا د هغوې لخوا د یمن د دولت او خلکو پر وړاندې د روانې جګړې یوه پارچه ده.هغه ویلي دي چې دا ډول بریدونه زمونږ عزم او اراده لا پسې قوي کوي.

د ویلو ده چې تر اوسه پورې د ۱۳ تنو د وژل کیدو او ۶۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

 


پيوندونه: #چاودنه , #یمن

اړوند خبرونه