د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې  یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې کواټر فاینل ته لار پيدا کړه

1699402
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې  یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.

د ترکیې د والیبال ملي‌ ښځینه لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې خپله شپږمه پرله پسې لوبه هم وګټله او کواټر فاینل ته لار پيدا کړه.

د والیبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  خپله  شپږمه   لوبه  د چک هیواد پر وړاندې  ۳ د صفر پر مقابل کې وګټله.

د ویلو ده چې ترکیې تر اوسه پورې شپږ لوبې کړي‌ دي‌ چې ټولې ګټلي‌ دي.

د ترکیې د والیبال ملي‌ لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي‌ د رومانیا سره ، دویمه د اوکراین ، دریمه لوبه د  سویډن ، څلورمه د فنلنډ  ، پنځمه د هالنډ  او شپږمه د چک  د هیواد د ملي‌ لوبډلې سره وکړه.

ترکیې شپږ واړه سیالۍ په پرله پسې ډول سره وګټلې . ترکیې پرون د چک د لوبډلې په ماتولو سره کواټر فاینل ته لار پیدا کړه.

د ترکیې د والیبال لوبډله د اروپا د اتلولۍ  د جام  پر لورې ګام په ګام نږدې کیږي.



اړوند خبرونه