د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې  یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې خپله څلورمه لوبه هم وګټله

1696028
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې  یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.

 

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د والیبال د اتلولیو د سیالیو په ترڅ کې خپل څلورمه لوبه هم  ۳ د صفر پر وړاندې وګټله.

د والیبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  په ډي‌ ګروپ کې خپله څلورمه سیالۍ د فنلنډ نه ۳ د صفر پر وړاندې وګټله.

د ویلو ده چې ترکیې تر اوسه پورې څلور لوبې کړي‌ دي‌ چې ټولې ګټلي‌ دي.

د ترکیې د والیبال ملي‌ لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي‌ د رومانیا سره ، دویمه د اوکراین او دریمه د سویډن سره وکړه.

درې واړه سیالۍ په پرله پسې ډول ګټلې وې چې څلورمه لوبه يي د فنلنډ سره وکړه او فنلنډ ته هم درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.


پيوندونه: #والیبال , #ترکیه

اړوند خبرونه