د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې دا ځل ناروې ته ستره ماتې ورکړه

د ترکیې ملي لوبډلې د هالنډ نه وروسته ناروې ته هم ستره ماتې ورکړه.

1609874
د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې دا ځل ناروې ته ستره ماتې ورکړه

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د فیفا ۲۰۲۲ کال د نړۍوال جام د اروپا د غوراوي سیالیو په ترڅ کې د ناروې لوبډلې ته هم ۳ د صفر په مقابل کې د ماتې ورکولو سره ستر بری ترلاسه کړ.

د ترکیې دې ستر بري د ناروې په رسنیو کې هم پراخه انعکاس ومونده. د ناروې مشهورې رسنۍ وای جي ( ددینه لا زیاته تورتم شپه نشي راتلای ) د سرلیک لاندې خبر خپور کړی وو. په خبر کې راغلي وو چې د ناروې د ملي لوبډلې د تخنیکي مشر په خپل لومړني امتحان کې ناکام شو. دا ستونزه به د ستر بحران پیل وي.

په خبر کې راغلي دي چې پدې وروستیو کې د ناروې ځلیدونکی ستوری د ترکیې د ملي لوبډلې لخوا مړ شو. همداشان د ناروې مشهور لوبغاړي هم پدې لوبه کې ونه ځلید.

د افن پوستن ورځپاڼې بیا لیکلي دي د سترې ناهیلۍ سره مخامخ شو. د ترکیې ملي لوبډلې د ناروې ملي لوبډلې ته ډیره ستره ماتې ورکړه.

د ناروې دولتي تلویزیون هم ناروې ته حقیقي درس تر سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

د ویلو ده چې ترکیې ملي لوبډلې د جي په ډله کې لومړۍ لوبه کې د هالنډ لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړې وه او دا ځل يي ناروې لوبډلې ته ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.



اړوند خبرونه