د نړۍ مشهور د ګولف لوبغاړی په ټرافیکي پیښه کې سخت ټپي شوی دی
د نړۍ په کچه د ګولف د لوبې مشهوره څیره امریکايي لوبغاړی ټایګر ووډ د ټرافیکي پيښې په نتیجه کې ډیر سخت ټپي شوی دی.
1589403
ټایګر ووډ د امریکا د کالیفورونیا په ایالت کې ټرافیکي پیښې نه وروسته په روغتون کې بستر شوی دی.
ځايي سرچینو ویلي دي چې دا پيښه په لاس انجلس ښار کې رامنځته شوې ده . د هغه موټر د ټرافیکي پیښې نه وروسته څو ملاقه خوړي او د سړک نه لاندې غورځیدلی دی.
ویل کیږي د پیښې نه وروسته هغه په موټر کې بند پاتې وو چې د ژغورنې ډلې د ډیرو زیاتو هلو ځلو په نتیجه کې وژغورل شو او په امبولانس کې روغتون ته انتقال شوی دی.
هغه په عاجله توګه عملیات شوی دی. ویل کیږي هغه د خپو د ناحیې نه ډیر زیات ټپونه لیدلي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.