د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سختو بارانونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شو.
په بلوجستان کې د سختو بارانونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۲۰ تنو ته لوړه شوه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سختو بارانونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شو.
د پاکستاني رسنیو د ځايي چارواکیو له قوله لیکلي دي، په کوټه ښار د پرون راهیسې د سختو بارانونو له امله ۱۰ نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې پدې ډول مړو شمیره شلو تنو ته لوړه شوه.
په کوټه کې د سختو بارانونو له امله د یوه کور د چت د غورځېدو په پایله کې د یوې کورنۍ ۶ مېرمنې وژل شوې دي.
د ښار په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو له امله د ۴ تنو بې درکه شوو کسانو مړي موندل شوي دي.
په سریاب ولسوالۍ کې ۵۰ کورونه ویجاړ شوي، د مسلم باغ په غرنۍ سیمه کې ۱۰۰ کورونه تخریب شوي او سړکونه ویجاړ شوي دي.
د حسنوب په کلي کې یو پل هم ویجاړ شوی او ډېرې کرنیزې ځمکې د اوبو لاندې شوي دي.
په وڈھ، سرونا، حب، اوتهال او بیلا سیمو کې، زیربناوې زیانمنې شوي او د بریښنا جریان پرې شوی دی.
په کوټه کې، د سختو بارانونو له امله په پیښو کې ۱۰ کسان مړه شوي، او په ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.