ایران په موقتي توګه له هیواده بهر نه  بانکي سیستم ته لاسرسی بند کړ.

ایران د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره په موقتي توګه له هیواده بهر نه  بانکي سیستم ته لاسرسی بند کړی دی.

1852027
ایران  په موقتي توګه له هیواده بهر نه  بانکي سیستم ته لاسرسی بند کړ.

ایران د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره په موقتي توګه له هیواده بهر نه  بانکي سیستم ته لاسرسی بند کړی دی.

د ایران د رسمي  خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې د دغه هیواد بانکي سیستم ته  له بهره  لاس رسی په موقتي توګه پرې شوی دی.

په خبر کې راغلي دي چې دا محدودیتونه د سایبر ګواښونو د مخنیوي لپاره د مسئولینو په مشوره لګول شوي دي.  نور معلومات ندي ورکړل شوي.

ایران چې په وروستیو کلونو کې له یو لړ سایبري بریدونو سره مخامخ شوی او اسرائیل ددې بریدونو مسئول بولي  په همدې شان اسرائیل  هم ایران  پر دې هیواد  په  سایبري بریدونو تورنوي.

د ویلو ده چې اسرائیل د جون په ۱۴ مه نيټه هم ایران پر دې هیواد پر سایبري بریدونو تورن کړ. د اسرائیل د سایبر امنیت مرکزي دفتر چک پوينټ ریسرچ د ایران لخوا پر دې هیواد ترسره شوی سایبري برید اعلان کړ.

د اسرائیل لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي وو چې ایراني هکارانو  د اسراییلو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې تزیپي لیونی او په تل ابیب کې د امریکا د پخواني سفیر په ګډون لوړپوړي اسراییلي او امریکايي چارواکي په ایمل ادرسونو بریدونه کړي وو. د ځینو چارواکو برېښنالیکونه يي ترلاسه کړي وو .

په ایران کې د جون په ۲۷ مه په خوزستان ولایت کې د دغه هېواد د فولادو پر یوې سترې کمپنۍ سایبر برید وشو او اعلان وشو چې له برید وروسته د دغه شرکت په دریو تاسیساتو کې تولیدات بند شوي دي.



اړوند خبرونه