د ایران د بهرنیو چارو وزیر : امریکا خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر امریکا تور ولګاوه چې په قطر کې د اټمي موافقې د عملي کولو په اړه په مذاکراتو کې «خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي».

1851458
د ایران د بهرنیو چارو وزیر : امریکا  خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر امریکا تور ولګاوه چې په قطر کې د اټمي موافقې د عملي کولو په اړه په مذاکراتو کې «خپل پخوانی دریځ تکراروي او نوې تګلاره نه اخلي».

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپلې فرانسوي سیالې کاترین کولونا سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

عبداللهیان له امریکا سره د مذاکراتو په اړه ویلي دي چې ،

"امریکايي لوري د دوحې په مذاکراتو کې  پرمختګ لپاره  له یوې نوې تګلارې پرته له ګډون وکړ. د امریکا له لورې د پخواني دریځ تکرارول سم نه بولو، موږ پدې باور یو چې نوې تګلارې باید جوړه او وړاندې شي."

عبداللهیان د دې خبرې په ټینګار وویل چې تهران  په عمومي توګه  دوحه کې خبرې اترې مثبتې ارزوي.

"موږ باید وګورو چې امریکايي لوري به له دیپلوماتیکو فرصتونو څنګه ګټه پورته کړي. د ډیپلوماسۍ لاره لا هم خلاصه ده. موږ یوې ښې او تلپاتې هوکړې ته د رسېدو لپاره جدي یو. موږ تل په خبرو اترو کې خپل مثبت وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړي دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې هیواد یې خپلې ژمنې پوره کړې او تمه لري چې مقابل لوری  هم خپلې ژمنې پوره کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کولونا هم ټینګار وکړ چې خبرې اترې باید دوام ومومي او د ایران پرضد بندیزونه لیرې شي.

کولونا وویل "موږ باید د مذاکراتو او  خبرو اترو لپاره له فرصت څخه کار واخلو او داسې یوې موافقې ته د رسیدو هڅه وکړو چې ټول اړخونه راضي کړي."

د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د عمل د ګډ هراړخیز پلان د پلي کولو لپاره د اتریش په پلازمینه ویانا کې خبرې اترې د مارچ په ۱۱ نیټه د "بهرنیو عواملو" له امله وځنډول شوې.

تهران ته د اروپایی اتحادیې د بهرنیو اړیکو او امنیتی پالیسو د عالي استازي جوزپ بوریل د سفر په ترڅ کښې د جون په ۲۵ نیټه پریکړه وشوه چې دغه خبرې اترې به د موافقې په چوکاټ کښې د قطر په پلازمینه دوحه کښې دوام وکړی.

د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د جون په ۲۸ او ۲۹ نیټه شوې وې.



اړوند خبرونه