ایران ولسمشر : په اټمي مذاکراتو کې نتیجې ته د رسیدو په خاطر پر ایران لګول شوي بندیزونه باید لرې شي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، په اټمي خبرو کې د یوې دوامدارې هوکړې ته د رسیدو په خاطر باید پر هېواد یې لګول شوي  بې اساسه تورونه او بندیزونه لرې کړی شي.

1850596

د ایران له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې  د ایران د اټمي  مذاکراتو  په اړه  چې وروستی پړاو یې په دوحه کښې ترسره شو، خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر  د ایران د اټمي پروګرام په اړه د لویدیځو هیوادونو لخوا پر ایران پورې شوي تورونه او  ادعاوې بې اساسه وبللې.

" د مذاکراتو سره په هممهاله توګه  پر ایران باندې پرله پسې تورونه او بې اساسه ادعاوې د دې ښکارندويي کوي چې  مقابل  لوري په سیاسي توګه د خبرو اترو بهیر په نښه کوي او د مذاکراتو د مقراراتو نه سرغړونه کوي.

رئیسي وویل چې د ایران په وړاندې  لګول شوي بندیزونه غیرقانوني او یو اړخیز دي.

هغه زیاته کړه چې "یو دوامدار تړون د بندیزونو لرې کولو او د بې اساسه تورونو غیر مشروط پریښودو ته اړتیا لري."

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم د ایران له ولسمشر څخه د خپل هیواد د ملاتړ له امله مننه وکړه.

دوحه  د خبرو اترو د لارو چارو د پرمختګ په اړه د تهران د دریځ او په ځانګړې توګه د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د دې ارادې ملاتړ کوي.

اړوند خبرونه